طالبانو هرات ولایت کې لسګونه کسان پرته لۀ محکمې بندیان کړي دي 

0
100

 طالبانو هرات ولایت کې لسګونه کسان پرته لۀ محکمې بندیان کړي دي 

راپور کې دا هم لیکل شوي، چې د بندیانو سره د خبرو کولو پرمهال د هرات والي د دوی خبرې بندې کړې او ژباړونکي ته یې لارښوونه وکړه چې دا ژباړه ونه کړي.

په راپور کې دغه راز د دې زندان پخوانۍ مدیره عالیه عزیزي په تړاو هم لیکل شوي چې تر اوسه یې په اړه مالومات نه‌دي ترلاسه شوي.

 

(2022  / 2 / 7  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

سکای نیوز په یوه راپور کې چې د هرات زندان پر وضعیت یې چمتوو کړی ویلي، په دې زندان کې ډېری کسان له محاکمې پرته بندیان شوي دي.

په راپور کې د بندیانو له قوله لیکل شوي، چې دغه زندانیان د اګسټ تر ۱۵مې وروسته د طالبانو په راتګ سره نیول شوي او تر اوسه یې برخلیک نه‌دی روښانه شوی.

راپور کې راغلي، چې دغه ډېری کسان له محاکمې پرته بندیان دي په داسې حال کې چې په دې ولایت کې یوازې دوه میاشتې وړاندې شرعي محکمې او قضایي چارې پیل شوې دي.

د دې زندان بندیانو سکای نیوز ته ویلي، چې دوی سره ډېری بندیان د پخواني حکومت کارکوونکي دي چې د طالبانو له لوري نیول شوي دي.

راپور کې دا هم لیکل شوي، چې د بندیانو سره د خبرو کولو پرمهال د هرات والي د دوی خبرې بندې کړې او ژباړونکي ته یې لارښوونه وکړه چې دا ژباړه ونه کړي.

په راپور کې دغه راز د دې زندان پخوانۍ مدیره عالیه عزیزي په تړاو هم لیکل شوي چې تر اوسه یې په اړه مالومات نه‌دي ترلاسه شوي.

عالیه عزیزي د اوکټوبر په دویمه نېټه د طالبانو له لوري دندې ته وغوښتل شوه او ورسته بیا نادرکه شوه.

د سکای نیوز په راپور کې د هرات زندان اوسني مسوول محمد نبي خلیل له قوله لیکلي، چې دوی د مېرمن عزیزي په تړاو هېڅ مالومات هم نه‌لري.

Leave a reply