وزیراعلی په کرم ضلع کې په امنیتي پوسته برید غندلې دې
باغي ټي وي رپورټ
په کرمه ضلع کې د پولې پورې غاړې څخه په پاکستاني امنيتي ځواکونو د ډزو پېښې په اړه د خيبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان له لوري یو بیان جاری شوې دې، په بیان کې ددې پېښې غندنه شوې ده.
وزيراعلي په پېښه كښې د پنځو امنيتي اهلكارو په شهادت خواشيني څرګنده كړې ده او د شهیدانو کورنیو ته ی د تسلي ورکړې ده.
وزیراعلی په بیان کې زیاتوي چې په پاک افغان پوله داسې پیښې د خواشینۍ وړ دي، هغه زیاته کړې چې پاکستاني امنیتي ځواکونو د هېواد له پولو څخه په دفاع کولو کې تل قرباني کړې ده.
د یادونې ده چې پرو په پاک افغان پوله ضلع کرم کې د افغان اړخه ترهګرو په پاکستاني پوسته ډزې وکړې چې په پایله کې ی ۵ اهلکار شهیدان شول.