د پيښور انتظامی چارواکي وایی چې د اولس د اسانتیا لپاره به زر تر زر پرمختیایی پروژې بشپړ شي

0
146

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پیښور کې د چارسدې روډ نه تر ناصر باغ روډ پورې ناردرن بائی پاس باندې کار روان دې خو د سیمې اوسېدونکو د ځینو ستونزو له وجې په پیکج 3A باندې کار بند کړل شو چې بیا روسته انتظامی چارواکو ددۍ سیمې دوره وکړه.
اسسټنټ کمشنر/کلکټر ناردرن بای پاس ډاکټر احتشام الحق د سیمې دوره وکړه او د سیمې له اوسېدونکو سره یې پر ځای بحث او جرګه وکړه.
د پېښور ناردرن بای پاس پیکج 3A کې ستونزې په دوه اړخیزه رضامندۍ حل شوې او په پیکج 3A شمالي بای پاس کار په دوه اړخیزه رضایت پیل شو.
د پيښور ډپټي کمشنر کيپټن (ر) خالد محمود په یو بیان کې وئيلي دي چي د خلقو اساني لپاره کنټريکټر ته هدايات شوي دي چي منصوبه دي زر ترزره مکمله کړي.

Leave a reply