کابل ښاروالي وايي چې ژر به د نرخونو د کنټرول لپاره لاس پکار شو 

0
97

کابل ښاروالي وايي چې ژر به د نرخونو د کنټرول لپاره لاس پکار شو 

په کابل او ولایتونو کې هغه مهال نرخونه لوړ شول چې د ډالر پر وړاندې افغانۍ خپل ارزښت بایلود، خو اوس چې د افغانۍ ارزښت لوړ شو، تر دې دمه په نرخونو کې کموالی نه دی راغلی. ښاریان د نرخونو له لوړېدو شکایت لري او له حکومت یې د کنټرول غوښتنه کوي.

(2022 / 2 / 7  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

کابل ښاروالي وايي ډېر ژر به د نرخونو د کنټرول لپاره لاس په کار شي.

کابل ښاروالۍ پر خپله ټوېټر پاڼه په خپرو کړو معلوماتو کې ویلي چې دوی په کابل ښار کې د نرخونو وضعیت له نږدې څاري او ډېر ژر به د نرخونو د کنټرول لپاره لاس په کار شي.

سرچینه کاږي چې دوی به د خپلو اقداماتو په لړ کې د سوداګرو له لوري د احتکار مخنیوی وکړي او دغه راز به په معیاري توګه د نرخونو د کنټرول لپاره لاس په کار شي.

کابل ښاروالۍ په کابل ښار کې پر سوداګرو او هټیوالو غږ کړی دی چې د هېواد وضعیت ته په کتو په نرخونو کې عادلانه چلند ولري او له احتکار لاس واخلي.

Leave a reply