پاک افغان پولې نه به ازغن تار لرې نه کړو: شیخ رشید

0
290

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د داخله چارو وزیر شیخ رشید احمد ویلي دې چې د افغانستان سره مو په پوله ازغن تار لګولې دې چې د دواړو اړخ ته د عوامو ژوند خوندي شی، دا ازغن تار به کله هم لرې نه کړو.

شیخ ویلي چې د ازغن تار لګولو مقصد هم د امن صورت حال یقینی کول وو او دا چې که په افغانستان کښې امن او خوشحالي وي نو دې سره به په پاکستان کښې هم امن او خوشحالي وي، د ازغن تار لګولو باندې زمونږ فوځي ځوانانو قربانۍ ورکړي دي.
نوموړې وای چې طالبانو د تحریک طالبان پاکستان په اړه مونږ ته ضمانت راکړې دې. نوموړی دا هم وای چې د طالبانو حکومت منلو فیصله به د دنیا هیوادونو سره کوو.

Leave a reply