د کابل نړیوال هوايي ډګر کې امریکايي ځواکونو پۀ خلکو ډزې کړي

0
121

 د کابل نړیوال هوايي ډګر کې امریکايي ځواکونو پۀ خلکو ډزې کړي

د کابل نړیوال هوايي ډګر کې امریکايي ځواکونو هغه مهال عام خلک پۀ نښه کړي چې غوښتل یې پرتو لۀ ویزو او ټیکټونو الوتکو ته پورته شي.

 

د کابل هوايي ډګر نه باغي ټي وي ته ځینو سرچینو ویلي چې تېره شپه ناوخته هغه مهال چې خلکو پۀ هوايي میدان هجوم ورووړ او غوښتل یې پرته لۀ ویزو او ټیکټونو لۀ هېواد څخه بهر ووځي، امریکايي ځواکونو ورباندې ډزې کړي او ډېر شمېر عام وګړي پکې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

دا پۀ داسې حال کې ده چې تېره ورځ طالبانو لۀ پنجشیر ولایت پرته نور ټول ولایتونه ونیول او د جمهوري دولت مشر محمد اشرف غني لۀ هېواد څخه بهر ووت؛ بلخوا د کابل نړیوال هوايي ډګر ملکي ادارې خبر خپور کړی چې لۀ کابل څخه ټولې دننۍ او بهرنۍ الوتنې د لنډې مودې لپاره ځنډېدلي دي او هېڅوک دې هڅه نکوي چې هوايي میدان ته راشي.

 

Leave a reply