الیکشن کمیشن علی امین ګنډا پور ورور نااهل کړو

باغی ټي وي رپورټ
اليکشن کميشن د وفاقي وزير علي امين ګنډاپور ورور او د بلدياتي انتخاباتو اميدوار عمر امين ګنډاپور نا اهله ګرځولې دې۔
اليکشن کميشن د بلدياتي انتخاباتو لپاره د ضابطه اخلاق خلاف د علي امين ګنډاپور په مقدمه کښې خپله فيصله اورولې ده۔
د مقدمې فيصله اورولو سره چيف اليکشن کمشنر وويل د پي ټي آئي اميدوار عمر امين ګنډاپور به د ډي آئي خان سټي ميئر څوکۍ نه ځان کانديد کړي۔
د اليکشن کميشن لخوا جاري شوی بیان مطابق د علي امين ګنډاپور ورور عمر امين ګنډاپور نااهله ګرځول شوى او وفاقي وزير علي امين ګنډاپور د بلدياتي انتخاباتو په کمپاين کښې د ګډون نه هم منع کړے شوے دے۔






