هنګو کې نشه ی توکي او وسله نیول شوې

باغی ټي وي رپورټ
د کوهاټ په هنګو کې د نشه ی توکو په ضد د مبارزې ټیم د نشه ایزو توکو په ضد ګډو عملیاتو په ترڅ کې نشه ی توکي او وسله نیولې ده.
د هنګو د ضلعي پوليس مشر اکرام الله خان (پي ايس پي) په خاص هداياتو د هنګو نارکوټيکس ډلې انچارج ډي ايس پي شفيق خان، ايس ايچ او د پوليس سټيشن صدر نياز محمد خان په مشرۍ کښې د صدر پوليس مختلفو سيمو کښې د جرمي عناصرو په ضد ګډ عمليات کړي دي۔ د محمد خواجه، کاهي توغ سرای او انارچینې په مربوطاتو کې د نشه يي توکو د پلورونکو په ګډون ۵ تنه مجرمین ی ونیول او ۱۲۶۰ ګرامه چرس، ۲ میله کلاشینکوفونه، ۲ تمانچې او لسګونه کارتوس ی هم ترلاسه شوي دي.د نیول شووو کسانو په ضد مقدمه درج شوي او پلټنې ترې پیل شوي دي.






