د حمزه بابا مزار او لایبریرۍ ته دې ځانګړې پاملرنه وشي: د ځایی اولس غوښتنه

0
142

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل لنډیکوتل کې د پښتو ژبې نامتو شاعراو اديب بابا غزل امير حمزه خان شينواري مقبره او کتابتون د حکومت بې غورۍ له امله وران او ویجاړ دي او ددې ودانیو حالت ډیر خراب شوې دې.
د ځایی اولس او د پښتو ژبې شاعران او ادیبانو وایی چې که حمزه بابا زیارت او کتابتون ته سمدستي پاملرنه ونشي نو قیمتي کتابونه به له منځه لاړ شي.
شاعران وایی چې د بابا مزار ته دې خاص پاملرنه وشي. ډي سي خيبر منصور ارشد او اړوند ادارې دې د امير حمزه خان شينواري د مقبرې او کتابتون د بيارغاونې لپاره ګامونه پورته کړي .
د شاعرانو دا هم غوښتنه ده چې د حمزه بابا کتابتون کې دې یو لایبریرین وټاکل شی چې د قیمتي کتابونو خیال وساتي او ددې کتابونو څخه ځایی اولس ګټه پورته کړي.

Leave a reply