د ا.ا.ا پۀ افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو ډلو د شتون ادعاوې ردوي  

0
83

د ا.ا.ا پۀ افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو ډلو د شتون ادعاوې ردوي  

بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی دی چې ا.ا د یو مسوول دولت په حیث د سیمې او نړۍ د سولې او ثبات لپاره هلې ځلې کوي او هیله لري چې سیمه او نړۍ ځانګړې توګه امنیت شورا هم دا حقایق درک او مسوولانه څرګندونې وکړي.

(2022 /  2  / 7  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه راپور رد کړی دی چې پکې ویل شوي وو، په دې وروستیو کې په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو ډلو فعالیت ډېر شوی دی.

بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د امنیت شورا د یاد راپور په ردولو سره ویلي چې واک ته د ا.ا له رسېدو سره سم په هېواد کې امنیت په بشپړه توګه تامین دی او هیڅ بهرنۍ ترهګرې ډلې په افغانستان کې وجود نه لري.

اعلامیه کاږي چې دوی د دوحې هوکړې ته ژمن دي، هیڅ ډلې ته د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې کارولو اجازه نه ورکوي او له نورو هم ورته تمه لري.

Leave a reply