اروپايي ټولنه افغانستان سره ۵۰ میلیونه یورو مرسته کوي  

0
183

اروپايي ټولنه افغانستان سره ۵۰ میلیونه یورو مرسته کوي  

اروپایي ټولنې پر داسې مهال له افغانستان سره د ۵۰ میلیون یورو مرستې ژمنه کړې ده چې ملګرو ملتونو په خپل وروستي راپور کې افغانستان کې وضعیت ترینګلی بللی دی او له دغه هېواد سره یې د نړیوالو د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

(2022 / 2 / 7   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې اروپایي ټولنه د ښوونکو د وضعیت ښه والي په موخه له افغانستان سره ۵۰ میلیون یورو مرسته کوي.

هغې څرګنده کړې ده چې له نړیوالې ټولنې سره د ۴.۴ میلیون ډالرو بشري مرستو راټولولو په برخه کې کار کوي چې ډېری به یې د ټولنې د پرمختګ په موخه ولګول شي.

Leave a reply