چین او پاکستان ټینګار کړی چې د افغانستان کنګل شوې شتمني دې آزاده کړل شي

چین او پاکستان ټینګار کړی چې د افغانستان کنګل شوې شتمني دې آزاده کړل شي
دوی ویلي چې نړیواله ټولنه دې په دې ډول کړنو د افغانستان ولس ته زیان نه اړوي او اجازه دې ورکړي چې ددغه هېواد وګړي په ډاډه فضا کې ژوند وکړي. چین او پاکستان تر دې وړاندې هم د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو غوښتنه کړې وه.
(2022 / 2 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
چین او پاکستان یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان کنګل شوې شتمني دې ازاده کړل شي.
د چینایي رسنیو د راپورونو له مخې عمران خان او شی جین پینګ د افغانستان په اړه اوږدې خبرې لرلې دي او دواړو لورو ټینګار کړی چې د افغانستان کنګل شوې شتمني باید ازاده کړل شي.
دوی ویلي چې نړیواله ټولنه دې په دې ډول کړنو د افغانستان ولس ته زیان نه اړوي او اجازه دې ورکړي چې ددغه هېواد وګړي په ډاډه فضا کې ژوند وکړي.
چین او پاکستان تر دې وړاندې هم د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو غوښتنه کړې وه.
اړوند موضوعات:
چین ټینګار کړی چې د امریکا دغه ډول کړنې د بشري حقونو له اصولو سرغړونه ده نو له همدې امله دغه هېواد ته په کار ده چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي.






