په کندوز کښې افغانان د بهرني ځواکونو د وتلو په فیصله خوشحال دي

Kunduz City File Photo
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان کندوز ولایت نه داسې رپورټونه په رسنیو کښې خپاره شوي دې چې وای ددې ولایت خلق په دې ډیر خوشحاله دي چې امریکا او نیټو فوځونه د افغانستان نه اووتل.
د کندوز ولایت اوسیدونکو حاجی سید محمود، ، معلم محمد اسمعیل او نور محمد بایی افغان اسلامي آژانس سر په خبرو کښې اوویل چې دوی خوشحال دي چې بهرني ځواکونه اووتل خو بل طرف د ډار څرګندونه هم کوي او وای چې بهرني هیوادونه وس هم په افغانستان کښې لاس وهنه کوي او جنګ جوړوی خو طالبان باید یو ټول شموله حکومت او اداره جوړه کړي چې دلته جنګ ختم شي.اففانان وکړي وای د امریکې او نیټو ځواکونو خو په افغانستان کښې ډیر زیاتې پیسې خرچ کړي خو دلته اداري فساد له وجهې هغه د ترقي او خوشحالي کارونه و نه شو کوم چې په کار وو.
افغانان مشران وایی چې په دې شل کاله جنګ کښې افغانان خپل شته له لاسه ورکړل ، خو وس وخت راغلي چې طالبانو یو داسې ټول شموله حکومت جوړ کړي چې دلته افغانان بیا په یو جنګ وا نه وړي او په هیواد کښې امن او رورولي پیل شي.
دوی وایی چې بهرنی هیوادونه دلته بیا جنګ او اور ته لمنه وهي خو طالبان باید هوښیار شی او دې ځل یو ټولمنلې حکومت جوړ کړي جې په افغانستان کښې جنګ په صحیح معنو کښې پایی ته ورسید.






