بلوڅ بېلتون پالو د ۱۹۵ پاکستاني پوځیانو د وژلو ادعا کوي؛ خو پوځ دغه ادعا ردوي 

0
52

 بلوڅ بېلتون پالو د ۱۹۵ پاکستاني پوځیانو د وژلو ادعا کوي؛ خو پوځ دغه ادعا ردوي 

پاکستاني حکومت د بلوڅ ازادي غوښتونکو دا ادعا رد کړې ده خو په یاده سیمه کې یې انټرنیټ قطع کړی دی او خبریالانو ته له سیمې څخه د لیدنې اجازه نه ورکوي.

 

(2022 / 2  / 6   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

 بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ په پنجګور او نوشکې سیمه کې د ۱۹۵ پاکستاني عسکرو د وژلو ادعا کړې ده. یاد پوځ د خپل مشر بشیر زیب یوه ویډیو خپره کړې ده. 

   هغه په یاده ویډیو کې ویلي چې جنګیالیو یې په پنجګور او نوشکې سیمه کې د پاکستان د سرحدي ځواک مرکزونه هم نیولي وو او تر دریو ورځو پورې د دوی په ولکه کې ؤ.

  زیب دغه راز چین ته هم خبرداری ورکړی دی چې له دوی څخه دې لرې واوسي کنه په دوی به هم ورته بریدونه ترسره کړي.

  پاکستاني حکومت د بلوڅ ازادي غوښتونکو دا ادعا رد کړې ده خو په یاده سیمه کې یې انټرنیټ قطع کړی دی او خبریالانو ته له سیمې څخه د لیدنې اجازه نه ورکوي.

Leave a reply