غلام جیلاني وفا: د هوايي ډګر ټول تجهیزات له منځه وړل شوي
غلام جیلاني وفا: د هوايي ډګر ټول تجهیزات له منځه وړل شوي
د ملکي هوايي ادارې چلند د ټرافیکو مدیر غلام جیلاني وفا وايي چې د کابل هوايي ډګر ټول تجهیزات له منځه وړل شوي دي.
(2021 / 9 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
د ملکي هوايي ادارې چلند د ټرافیکو مدیر غلام جیلاني وفا وايي چې د کابل هوايي ډګر ټول تجهیزات له منځه وړل شوي دي.
نوموړی وايي وروسته له هغه چې امریکايي ځواکونه د کابل هوايي ډګر څخه ووتل، د دوی له ورتګ سره سم دوی ولیدل چې د هوايي ډګر ټول کمپیوټر، هلته ولاړې الوتکې، دیوالونه، سکیورټي کمرې، مخابرې سیستم او ټول تجهیزات په بشپړ ډول له منځه وړل شوي ؤ.
د ښاغلي له څرګندونو وړاندې د امریکايي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال مکنزي هم په خپله ټویټر پاڼه لیکلي ؤ چې دوی له کابل هوايي ډګر نه د وتلو پر مهال د هغه ځای ټول تجهیزات تخریب کړي.