شمالي وزیرستان کې د اربونو روپو پرمختایی پروژې پیل شوي

باغي ټي وي رپورټ
په شمالي وزيرستان کې د 34.5 اربه روپو په لګښت یو شمیر پرمختایی پروژې پیل شوي دي، دا پروژې به ډیرې زر بشپړه شی او دې سره به د ځایی اولس په ژوند کې ډیر مثبت بدلون راشي.
د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی محمود په ټولنیزو رسنیو یو خبر خپور کړې ، په دې خبر کط وایی چې د شمالي وزیرستان په بیله بیلو سیمو کې د ۳۴.۵ ملیارده روپو منصوبو باندې کار پیل شوي دې.
د خبرپانړې مطابق په دې پروژو کې د صحت، تعليم، بجلي، اوبو ، پوليس، ډيمونو، لوبو، لوکل حکومت، زراعت، مالدارۍ، سړکونو او د ونو لګولو پروژو باندې کار پیل کړې شوې دې.
ددې پروژو بشپړ کیدو سره به د وزیرستان ځایی اولس کې یو ښه بدلون راشي او ددوی ژوند به ډیر آسان او خوشحال شي.






