په سوات کې نوې واده شوې جوړه اووژل شوه

باغی ټي وي رپورټ
په سوات کې د کوهستان سیمې یوه نوې واده شوې جوړه وژل شوې ده.
دپوليسو ترمخه مجيب رحمان زوي احمد جلال او مسمات لاهور بي بي د سيد جلال لور د جانکوټ کوهستان اوسيدونکې د چارباغ سره نزدې د کچيانو په سيمه کې تيره شپه د نامعلومه کسانو لخوا په چړو حلال کړې شول اواوژل شوؤ.
د وژل شوو ناوې او زلمي سره د نکاح نامې له مخې د نکاح د دواړه د سپټمبر په 21، 2021 نکاح شوې وه او د جنوري په 30، 2022 ی نکاح ثبت شوې وه. مړي د پوسټ مارټم لپاره د خواجه خېلو ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.
چارباغ پوليس د نامعلومه کسانو په ضد مقدمه درج کړي ده او تحقيقات ئي شروع کړي دي۔






