پیښور کې یو تن په موټر کې سوځول شوې

File Photo
باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پيښور د انقلاب سيمه سکیم چوک سره نزدې په گاډي کې يو سړى ژوندى سوځول شوى دى.
د اور لګیدو له وجهې موټر هم په بشپړه توګه له سوځیدلې او تباه شوې ده.
په رسنیو کې د چاپ یو رپورټ مطابق د سوځول شوي تن ټول بدن هم د سختو سوځېدلو له امله د پېژندلو وړ نه دی.
د رپورټ درج کولو په وخت ایس آئی خالد عثمان د انقلاب پولیس اهلکارو ته اوویل چی د ګشت په دوران خبر شو چی د سکیم چوک سره نزدی د ګهړي ګل زمان سره په یو خالی پلاټ کښی یو وی ایکس آر ګاړي باندې اور لګیدلې دې چی له وجی ئي مټر په مکمله توګه سوځیدلی دی. روسته بیان معلومه شوه چې په ګاړي کې یو مړی هم پروت دے چې ټول سوځیدلې دې.
پولیس وایی چې د پیښې پلټنې ی پیل کړې دي.





