شهزاده سرای به د شنبې ورځ خلاص شي

0
215

شهزاده سرای به د شنبې ورځ خلاص شي

نن د افغانستان بانک ویلي چې د کابل شهزاده سرای په شمول ټولې صرافۍ به په فعالیت پیل وکړي.

 

(2021 / 9 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)

نن د افغامستان بانک اعلان وکړ چې د راتلونکې شنبې په ورځ به د شهزاده سرای په شمول ټولې د افغانستان صرافۍ په فعالیت پیل وکړي.

کابو شل ورځې تېرېږي چې طالبانو په افغانستان قبضه لګولې، چې د دوی له راتګ سره سم په ټول افغانستان کې صرافۍ او بانکونو خپل فعالیتونه د لنډې مودې لپاره ودرولي ؤ،  دغې چارې تجاران او عام افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي ؤ چې تازه د افغانستان بانک وویل چې رانلونکې د شنبې ورځ به ټولې صرافۍ بیرته پرانیستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې نن کابل بانک هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د دړی ځینو نمایندګیو کار پیل کړی او ځینې به یې ډیر ژر پیل کړي.

Leave a reply