د افغانستان انډر ۱۹ کرکټ ټیم د بنګله دیش په دوره لاړ

0
65
د افغان انډر ۱۹ کرکټ ټیم لوبغاړي په طورخم کښې په یو بس کښې د پیښور په طرف راوان دي

باغي ټي وي رپورټ
نن د افغانستان قامی کرکټ ټیم ( د ۱۹ کالو کم لوبغاړي) د طورخم په لار پاکستان ته راورسید.
سرچینو ترمخې د افغانستان کرکټ ټيم لوبغاړي به د بنګله دیش په دوره ځي او په بنګله دیش کښې به یو ټیسټ میچ او ۵ د یوې ورځې میچونه کوي.
یاده دې وی چې د افغانستان په پایه تخت کابل د طالبانو کنټرول ترلاسه کیدو وروسته د افغانستان ډیر چارواکي، لوبغاړي ،خبریالان او نور عام افغانان ددې هیود نه اووتل او بهرني هیوادونو ته لاړل.
په داسې وخت کښې دا فغان قامي کرکټ لوبغاړو د ټیم پاکستان ته راتګ او بیا دلته نه دوبیی او بنګله دیش ته سفر دا ښایی چې په افغانستان کښې به امن او خوشحالي راشي .
د طورخم سرچینو تر مخه د افغان کرکټ ټیم لوبغاړي د طورخم نه په سرکاری پروټوکول کښې پیښور ته وړل شوی او الته نه به اسلام آباد ته بوتلل شي.

Leave a reply