د جرمني ـسفیر: لۀ منتقدو خلکو سره د دې دښمن پۀ څېر چلند نکېږي 

0
83

د جرمني ـسفیر: لۀ منتقدو خلکو سره د دې دښمن پۀ څېر چلند نکېږي 

هغې په یوه ټویټري پیغام کې ویلي، که طالبان له افغانانو او نړیوالې ټولنې مشروعیت غواړي، په ځانګړې توګه باید د افغان ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي.

 

(2022 / 2 / 5  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان لپاره د جرمني سفیر مارکس پوټزل د معترضو ښځو د نیول کېدو په غبرګون کې ویلي، چې له نیوکه کوونکو سره باید د دښمن په څېر چلند ونه‌شي.

ښاغلي پوټزل پرون جمعه د دلوې په ۱۵مه خپله ټوېترپاڼه لیکلي، چې د معترضو ښځو نیول کېدل غیر قانوني او بې انصافي ده. هغه لیکلي:

” د معترضو ښځو نیول کېدل غیر قانوني او بې انصافي ده. نړۍ دغه موضوع په دقت څاري.”

دغه څرګندونې په داسې شوي، چې په دې وروستیو کې طالبانو څلور معترضې ښځې ونیولې او نامالوم ځای ته یې انتقال کړې.

په تازه خپاره شویو راپورو کې ویل شوي، چې د طالبانو امنیتي ځواکوننو تېره چهارشنبه د ښځینه حقونو یوه بله فعاله مرسل عیار ونیوله.

په ورته مهال د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم له طالبانو غوښتي چې د ښځینه فعالانو نیولو لړۍ ودروي.

هغې په یوه ټویټري پیغام کې ویلي، که طالبان له افغانانو او نړیوالې ټولنې مشروعیت غواړي، په ځانګړې توګه باید د افغان ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي.

طالبانو بیا تر اوسه په رسمي ډول د معترضو ښځو د نیولو یا ورکېدو په تړاو څه نه‌دي ویلي.

Leave a reply