د افغانستان قامي کرکټ ټیم د طورخم له لارې پاکستان ته رارورسید

د افغانستان د کرکټ انډر ۱۹ لوبغاړي د طورخم له لارې پاکستان ته راداخل شو.
باغي ټي وی رپورټ
نن د افغانستان نه د پاک افغان بارډر طورخم باندې د افغانستان د انډر ۱۹ کرکټ قامي ټیم لوبغاړي پاکستان ته راغلل، په دې کښې د افغانستان قامي ټیم ۱۸ لوبغاړي شامل وو، دا د افغانستان د ۱۹ کلو نه کم د کرکټ لوبغاړو ټیم دې.
په طورخم پوله پاکستاني چارواکو د افغان کرکټ ټیم لوبغاړو ته ستړي مشي اوویل شول او لوبغاړو ته ی ګلونه هم ورکړل چې دې سره د افغان لوبغاړو حوصله افزایی وشوه.
په داسې وخت کښې چې په افغانستان کښې نوې د حکومت جوړیږي او د افغانستان قامي ټیم هم افغانستان نه د پاکستان په دوره راځي یو ښه ګام دې، دې سره به د دواړو ملکونو اړیکې نور هم مضبوطي شي.
د سرکاري سرچینو مطابق افغان کرکټ ټیم به دوبیی او بیا د بنګله دیش په دوره روانیږي.






