امریکا وايي چې د کابل پر هوايي ډګر تر برید وروسته مو پۀ عامو خلکو ډزې ندي کړي 

0
101

امریکا وايي چې د کابل پر هوايي ډګر تر برید وروسته مو پۀ عامو خلکو ډزې ندي کړي 

مک کینزي داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې عیني شاهدانو ویلي وو، تر چاودنې وروسته امریکايي ځواکونو ډزې کړې دي چې له امله یې ګڼ خلک ووژل شول.

 

(2022 / 2 / 5  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکايي پوځ مرکزي قومندانۍ کابل کې پر امریکایي او عامو افغانانو د وروستي ځانمرګي برید په اړه نور جزیات هم خپاره کړي دي.

د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال فرانک مک کینزي وایي په دې پېښه کې پر هېچا ډزې نه دي شوې.

دده په وینا هغه ادعاوې ناسمې دي چې ګواکي تر برید وروسته پر لسګونه کسانو ډزې شوې دي.

د ده په وینا په چاودېدونکو توکو کې داسې مواد ځای پر ځای شوي وو، چې تر چاودنې وروسته پاشل شوي او د خلکو د وژل کېدو سبب شوي دي.

مک کینزي داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې عیني شاهدانو ویلي وو، تر چاودنې وروسته امریکايي ځواکونو ډزې کړې دي چې له امله یې ګڼ خلک ووژل شول.

اړوند موضوعات: 

یو برېټانیوي بنسټ څېړنې کوي؛ تر څو ثابته کړي چې د کابل هوايي ډګر کې د برید ير مهال امریکایانو ملکیان پۀ نښه کول 

وروستي راپورونه ښيي چې د اګسټ په ۲۶مه په دې پېښه کې شاوخوا ۲۰۰ ملکي افغانان او تر ۱۳ پورې امریکایي عسکر ووژل شول.

Leave a reply