د صنعتکارانو او سوداګرو امنیت ته ځانګړې پاملرنه کوو: ايس ايس پي اپريشن هارون رشيد

باغی ټي وي رپورټ
ايس ايس پي اپريشن هارون رشيد د حيات آباد صنعتي سیمې دوره وکړه او د صنعتکارانو ايسوسي ايشن مشرانو او غړیو سره ی وليدل.
په دې موقع ايس ايس پي اپريشنز هارون رشيد اوویل چې صنعتکاران او سوداګر د ملي اقتصاد ریښه ده او د هغوی ساتنه یې لومړیتوب دی
هغه زیاته کړه چې د پيښور پوليس لخوا د صنعتکارانو د تحفظ او هغوي ته د امن ماحول برابرولو لپاره خاص ګامونه پورته کړې شوي دي.
ايس ايس پي اپريشنز هارون رشيد اوویل چې د ښار د لويې صنعتي زون په حيات اباد صنعتي ښارګوټي او شاوخوا سيمو کې د پوليسو ګزمې زياتې شوې دي.
هغه زیاته کړه چې د پولیسو پوستې ته اضافي ګرځنده وسایط هم ورکړل شوي چې په صنعتي سیمه کې د جوړې شوې پوستې ته وده ورکوي چې ددې سیمې امنیت په ښه توګه وساتل شي.






