په شام کې د داعش ډلې مشر اووژل شول

0
137

باغی ټي وي رپورټ
د داعش ترهګرې ډلې مشر ابو ابراهیم الهاشمي القریشي پرون په سوریه کې د امریکايي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې ووژل شو.
له سپينې ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د امريکا ولسمشر جوبايډن ويلي، چې امريکايي ځواکونو تېره شپه د ده په امر په سوريه کې د ترهګرۍ ضد عمليات په برياليتوب سره ترسره کړل، چې په ترڅ کې يې د داعش مشر ابو ابراهيم الهاشمي القريشي ووژل شو.
د جیو نیوز رپورټ مطابق ،داسې راپورونه شته چې ابو ابراهیم د امریکايي ځواکونو له خوا نه دی وژل شوی، بلکې د محاصرې د سختېدو پر مهال یې له خپلې کورنۍ سره ځان ته چاودنه ورکړې ده.

Leave a reply