امریکې د افغانستان په جنګ کښې صفرکامیابي حاصله کړې: پیوټن
باغي ټي وي رپورټ
د روس صدر ولادیمیر پوټن په یو بیان کښې ویلي دې چې تیر شل کاله جنګ کښې د امریکې فوځونو شکست خوړلې دې او صفر کامیابي ی ترلاسه کړې ده.
پیوټی ویلي چې په افغانستان کښې امریکې د انساني ځاني زیان نه علاوه به څه ده دي حاصل کړي او امریکې په شل کاله کښې و نه شو کولې چې خپل طاقت په افغانستان کښې په خلقو اومني او په آخر کښې هم ناکامه شوه.
پویټن یو بهرني رسنې ته ویلي دې چې شل کاله امریکې کوششونه وکړل چې په افغانستان کښې خپل طاقت استعمال کړي په خلقو ی اومني او ناکام شو.
یاده دې چې څو ورځې وړاندې پیوټن دا هم ویلي وو چې پخواني سوویت یونین په افغانستان کښې د جنګ تجربې نه تیر شوې او د افغانستان جنګ نه ی سبق اخستې چې معنی ی دا وه چې نور مغربي ملکونه دې هم دا اومني چې دوی به په افغانستان کښې ناکامه کیږي او په جنګ کښې به د شکست سره مخ کیږي.