شاهین ویلي چې د یو اغېزمن او قوي حکومت د جوړولو پۀ هڅه کې دي 

0
52

شاهین ویلي چې د یو اغېزمن او قوي حکومت د جوړولو پۀ هڅه کې دي 

د ا.ا له لوري د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان ټاکل شوي دایمي استازي سهیل شاهین ویلي، چې  ا.ا د یو اغیزمن او قوي حکومت جوړولو په لټه کې دی او تر دې دمه په دې برخه کې د پام وړ کار شوی دی.

 

(2022 / 2 / 4   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ا.ا له لوري د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان ټاکل شوي دایمي استازي سهیل شاهین ویلي، چې  ا.ا د یو اغیزمن او قوي حکومت جوړولو په لټه کې دی او تر دې دمه په دې برخه کې د پام وړ کار شوی دی.

نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې ا.ا هڅه کوي یو قوي او اغیزمن حکومت جوړ کړي. شاهین دغه راز د رییس الوزرا ورستیو څرګندونو ته په اشارې ویلي چې د حکومت ټولو کارکوونکو ته سپارښتنه شوې، چې خلکو ته د خدمت تر څنګ د ټولو هیوادوالو ستونزو ته رسیدګې وکړي او د ټولو دولتي ادارو دروازې د ولس پر مخ پرانیستې وساتي.

Leave a reply