معروف کاروان د انسانیت خدمت کوی: معروف افریدي

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل باړه اکاخېلو کې د معروف کاروان مشر حاجي معروف اپريدي د یو دستورې په دوران اوویل چې د معروف کاروان تنظیم هڅه کوي چې په سيمه کې بې له کوم توپيره بې وزله خلکو ته د کار او خدمت زمينه برابره کړي او تر دې دمه په زرګونو کورنيو ته د کار زمينه برابره کړې ده.
هغه اوویل چې دا لړۍ به روانه وي , په دې موقع ده سره د مرکزي کابينې صدر اصغر خان آفريدي، جنرل سيکرټري شېر ولي، هارون او نورمشران هم موجود وو۔ په دې موقع په ميرا اکاخېلو کې د حجرې عبدالرشيد د خيريه کاروان سره لسګونه کسانو په منظم ډول ګډون وکړ او د سيمې خدمت ته يې د چمتووالي اعلان وکړو.
افریدي وویل، “موږ د سیمې د بې وزله خلکو سره د ټاکنو او ووټ ورکولو لپاره نه بلکې د انسانیت لپاره مرسته کوو.






