وزیراعظم عمران چین شرکتونو ته بلنه ورکړې چې په پاکستان کې دې پانګونه وکړي

0
123

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم عمران خان د جمعې په ورځ چينايي كمپنو ته بلنه وركړه چې په پاكستان كښې سرمايه كاري وكړي او د حكومت د تجارت دوستانه تګلارو نه ګټه پورته كړي۔
لومړي وزیر چې د چین د دولتي او شخصي کارپوریټ سکتورونو له اجرایوي رییسانو سره یې یو لړ غونډې وکړې ، وویل چې پاکستان د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز لاندې په ځانګړي اقتصادي زونونو (SEZs) کې د پانګوونې لپاره مناسب چاپیریال وړاندیز کوي.
د اې پي پي رپورټ مطابق خپلو خبرو كښې وزيراعظم په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ لپاره د چينايي شرکتونو د لېوالتيا ستائنه هم وكړه۔
وزيراعظم سره ملاقات کونکي مشرانو کښي د چين کميونيکيشن کنسٹرکشن کمپني (سي سي سي سي)، هوزونګ ټيکنالوجي، ژي جيانګ سي پورټ ګروپ، چيلنج اپريل، هونان سن والک ګروپ، رائل ګروپ، د چين روډ او برج کارپوريشن (سي آر بي سي)، ژينګ بينګ ګروپ او د چين مشينري انجينري کمپنۍ مشران او نمایندګان شامل وو چې عمران خان سره ی ملاقاتونه وکړول.د کارپوریټ مشرانو وزيراعظم ته په پاکستان کې د روانو پروژو په اړه بريفنګ ورکړو۔
دوی په پاکستان کې د وسپنې او کاغذونو د ری سائیکلنګ، انرژۍ، رخت، فایبر اپټیکس شبکې، د کور جوړونې، لبنیاتو او د اوبو مدیریت په پروژو کې د پانګونې پراخولو کې د لېوالتیا څرګندونه وکړه.

Leave a reply