مفتي محمد اعجاز شینواري د عام اولس لپاره آواز اوچت کړي: مولانا امان الله حقاني

باغی ټي وي رپورټ
د جمعيت علمای اسلام ف پخواني صوبايي وزير مولانا امان الله حقانيد فاټا سينيئر مرستيال مشر مفتي محمد اعجاز شينواري د خوشي کولو دپاره په پيښور هائي کورټ کې درخواست دائر کړی دی.
رسنیو ته جاري شوي په یو بیان کې مولانا امان الله حقاني اوویل چې مفتي محمد اعجاز شینواري د عوامو لپاره آواز اوچت کړي دې.
هغه اوویل چې د مفتي اعجاز شینواري د آزادولو لپاره ی په پیښور هایی کورټ کې اپیل کړې دې او هیله لرو چې مفتي اعجاز شینواري ته به انصاف ورکړل شي ځکه هغه د عوامو لپاره آواز اوچت کړي او د عام اولس لپاره د انتظامیه او چارواکو څخه حق غواړي. هغه اوویل چې مونږ به هیچا ته هم سر ټیټ نه کړي او د عام اولس د حق لپاره به هروخت غږ اوچت کړو.





