ملک دریا خان او کمانډنټ خیبر رایفلز مهم ملاقات کړې

0
125

نصیب شاه شینواري
د ضلع خيبر په تحصیل لنډیکوتل کې د خیبر رائفلز ځواک کمانډنټ رضوان الله نذير د قومي مشر ملک دريا خان آفريدي سره په خپل کور کښي ملاقات کړې دې. دا ملاقات په داسې وخت کې شوې چې د خوګا خیل قوم مشرانو احتجاج دوام لري او انتظامیه مفتي محمد اعجاز شینواري نیولې دې.
په دي موقع ملک دريا خان آفريدي د مفتي اعجاز د خوشي کيدو په اړه تفصيلي خبري اوکړي۔ ملک درياخان وويل چې ستونزې ورځ تر بلې زياتيږي، خو مونږ بايد په ګډه د دې ستونزو د هواري لپاره کار وکړو،
هغه زیاته کړه چې اپريدي او د شینواري قوم یو خادم یم او د ټولو قامونو خدمت کول غواړم، او غواړم چې ددوی د ستونزو هوارولو په اړه خپل مثبت رول ولوبوم.
په دې اړه کمانډنټ خیبر رائفل ډاډ ورکړو او د ملک دریا خان آفریدی د دریم ګړي په توګه ی ددوی کردار ستاینه وکړه. هغه ددې خبرې باور هم ورکړو چې مفتي محمد اعجاز شینواري به زر د زندان څخه آزاد کړې شي.

Leave a reply