د کابل لۀ ښځینه زندان څخه ۱۴ زندانیانې آزادې شوې دي

د کابل لۀ ښځینه زندان څخه ۱۴ زندانیانې آزادې شوې دي
د کورنیو چارو وزارت له نشه یې توکو سره د مبارې مرکز مرستیال مولوي عبدالحق چې د یاد پلاوي غړی هم دی ویلي، چې ټولو محکمو ته په مرکز او ولایتونو کې دنده ورکړل شوې چې د ښځینه بندیانو د دوسیو څېړلو ته لومړیتوب ورکړي.
(2022 / 2 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د زندانونو چارو د سمون اداره وايي چې کابل کې له ښځینه زندان څخه د یوه پلاوي له ارزونو وروسته ۱۴ ښځینه بندیانې آزادې شوې دي.
د یادې ادارې له لوري رسنیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د بندیانو د دوسیو د څېړلو لپاره یوه ټاکل شوي پنځه کسیز پلاوي تېره ورځ د کابل له ښځینه زندان ځخه د مختلفو جرمونو په تړاو ۱۴ نیول شوې ښځې آزادې کړې دي.
د کورنیو چارو وزارت له نشه یې توکو سره د مبارې مرکز مرستیال مولوي عبدالحق چې د یاد پلاوي غړی هم دی ویلي، چې ټولو محکمو ته په مرکز او ولایتونو کې دنده ورکړل شوې چې د ښځینه بندیانو د دوسیو څېړلو ته لومړیتوب ورکړي.
سرچینې ویلي، یادو خوشې شویو بندیانو ژمنه کړې چې تر دې وروسته به داسې کړنې نه ترسره کوي چې د قانون او شریعت خلاف او ټولنې د نظم د ګډوډولو لامل وګرځي.






