خبریالان په ټولنه کې مهم رول لوبوي. کمانډنټ جنوبي وزیرستان

باغي ټي وي رپورټ
د جنوبي وزيرستان ډسټرکټ پريس کلب وانا نوې کابينې کمانډنټ جنوبي وزيرستان سکاؤټس محمد اويس شميم سره د هغه په دفتر کې وليدل.
د ملاقات په مهال خبريالانو کمانډنټ ته د خپلو ستونزو په اړه بريفنګ ورکړو او د سيمې په صورتحال يې خبرې اترې وکړې.
کمانډنټ جنوبي وزيرستان محمد اويس شميم د نوې کابينه د غړیو ترمینځ ليپ ټاپ م وويشل .
هغه وويل: “ژورناليستان په ټولنه کې مهم رول لوبوي او تاسو د عامه پوهاوي په لوړولو کې مهم رول لوبولی شئ.





