نوي تعينات شوي ډي پي او ټانک د خپلې دندې چارج په غاړه واخست

باغی ټي وي رپورټ
د تفصيلاتو ترمخه د ټانک نوي راغلي ضلعي پوليس افسر وقار احمد دفتر کښي ډي ايس پي ټانک انعام خان ګنډاپور او ډي ايس پي رورل حسين غلام بنګش او د ټانک پوليس نورو افسرانو هرکلے اوکړو۔
په دې موقع د ټانک پوليسو يو چمتو د اهلکارو ګروپ هغه ته سلامي وكړه۔ هغه د غوره سلامي په ورکولو سره سي ډي آئي ګل زمان ته نقد انعام هم ورکړو.
وروسته هغه د خپلې چوکۍ چارج واخيست او ويې ويل چې د ټانک ضلعې او سب ډويژن جنډوله کښې به د هر قسمه جرمونو خاتمه وکړي او د امن او امان قائمول لپاره به عملي هلې ځلې وکړې شي.






