مولانا فضل الرحمان د مفتي محمد اعجاز شینواري د نیولو غندنه کړې

0
317

باغی ټي وي رپورټ
د جمعیت علمای اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان د جے يو آئي فاټا د مشر مفتي اعجاز شينواري د نيولو غندنه کړې ده
د جمعیت علمای اسلام ف پاکستان ویاند اسلم غوري یو بیان جاري کړې چې په کې ویل شوي چې په اساسي او قانوني چوکاټ کې مبارزه کول او بیان هغه مشر نیول دا یو د غندنې وړ کار دې.
مولانا فضل الرحمن غوښتنه کړې چې مفتي اعجاز شينواری دې زر تر زر خوشې کړې شي.
نوموړي وایی چې حکومت دې له هوښيارۍ نه کار واخلي، هغه زیاتوي چې د جے یو آئی کارکنان د طاقت او دباو لاندې نه راځي او خپله مبارزه به جاري ساتي.
مولانا فضل الرحمان د پارټۍ مشرانو ته هدايات ورکړي چې د مفتي اعجاز شينواري د خلاصون لپاره هڅې ګړندۍ کړي.

Leave a reply