د پاکستان لوبو میله به په ۸ فروري پیل شي

0
131

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان سپورټس فیسټول به په اتمه فروري پیل کیږي، په دې اړه د جمرود سپورټس کمپلیکس کې د ضلع سپورټس افسر راهد ګل ملاګوري په دفتر کې یوه غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د ايف سي نارتھ،ضلعي او د سياليو د ولايتي شورا نه علاؤه د لوبو د کلبونو استازو ګډون وکړو.
په دې کې د وادي تیرا د سوداګرو اتحادیی مشر حاجي شیر محمد آفریدي هم شرکت وکړو.
ضلعي سپورټس افسر راهد ملاګوري په دې اړه غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې د روانې فبرورۍ مياشتې په اتمه نېټه به د پاکستان سپورټس فيسټيول پیل شي او د روانې فبرورۍ مياشتې په ٢٢مه نېټه باندي به پای ته ورسي.
هغه اوویل چې په دې سیالیو کې به ٢٥٠ د لوبو ټیمونه برخه اخلي او ٢٥٠٠ لوبغاړي په په دې سیالیو ګډوی وکړه.
په دې سیالیو کې به د کرکټ ، بیډ مینټن،باسکیټ بال او د منډې مقابله کیږي.
هغه وويل د فيسټيول بنيادي مقصد دادې چې ځوانانو ته د لوبو سهولتونه ورکړو او ددوی حوصلې لوړې کړو.
د یادونې ده چې دا سیالی به ضلع خیبر په ټولو تحصیلونو لنډي کوتل، بااڑه جمرود، ملاګوري، تيراه او ذخه خیل کې ترسره شي.

Leave a reply