د پیښور او تورخم په لویه لار د خوګا خیل قوم احتجاج دوام لري

0
131

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خېبر د لنډې کوتل خوګ خېل قوم د مفتي محمد اعجاز شينواري د نيولو پر ضد د پيښور او تورخم په لویه لار احتجاج دوام لري او نن هم دا احتجاج جاري دې.
قاري محمد سعید شینواري خوګا خیل له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د لنډي کوتل پاک افغان لویه لار به د مفتي محمد اعجاز شینواري تر خوشې کېدو او د ټولو غوښتنو تر منلو پورې به احتجاجي ناسته روانه وي.
د یادونې ده چې بیګا شپې د ملک دریا خان د خوګا خیل قوم مشرانو سره خبرې وکړي او دوی ته ی باور ورکړو چې انتظامیه سره به د مفتي محمد اعجاز شینواري د خوشي کیدو په اړه خبري وکړي او زر به ی آزاد کړي.
دې جرګې نه پس د پیښور او تورخم لویه لار پرانستل شوه.

Leave a reply