ډپټي کمشنر خیبر په خپله د پلټنو کولو پریکړه کړې ده

File Photo: DC Khyber
باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر ډپټي کمشنر منصور ارشد په لرې پرته سیمه وادي تيرا ميدان کښې د اين جي او لخوا د ژمي پيکيج تقسيمولو او د غريبو او اړمنو کورنیو په سامان او حق لوټ کولو کښې د ککړو کسانو خلاف په خپله د پلټنو کولو فیضله کړې ده.
سرچینې وایی چې څو ورځې وړاندې د په تیرا میدان کې د یوی خیرښیګړې تنظیم له لوري په ویشل شوي سامان کې د غلا کولو رپوټونه خپاره شوي وو.
د ځایی خلقو څخه معلومه شوې وه چې دا سامان مستحقو خلقو او کورنیو ته نه دې ورکړل شوې. د تیرا میدان ځایی اولس د ډي سي خیبر دا فیصله خوښه کړې چې دې په خپله ددې غلا پلټنې کوي.





