بیګا شپې د پیښور او تورخم لویه لار پرانستل شوه

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل لنډي کوتل کې بیګا شپې د پیښور او تورخم لویه لار د یوې جرګې روسته پرانستل شوه.
د جاري شوي یو بیان مطابق په لنډي کوتل کښې به د جمعې په ورځ د خېبر رائفلز کمانډنټ کرنل رضوان نذیر او ملک دریا خان آفریدي سره د خوګ خیل قوم مشرانو یوه جرګه کیږي.
بلخوا په لنډي کوتل کې به په پاک افغان لویه لار احتجاجي کیمپ به د مفتي محمد اعجاز شينواري تر خوشي کېدو پورې دوام ولري.
دغه پرېکړه د پوليسو د چارواکو او د خوګي خېل قومي مشرانو ترمنځ په خبرو کې شوې ده.