پاکستان د چین هیواد سره د صنعتي همکارۍ معاهده لاسلیک کړه

0
31

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان او چین د جمعې په ورځ د چین پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) لاندې د صنعتي همکارۍ یو تړون لاسلیک کړو.

صدراعظم د پنجشنبې په ورځ بېجينګ ته ورسېد چې د ژمني اولمپيک لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي او له چينايي مشرانو سره وګوري.
د اې پي پي رپورټ مطابق وزير مملکت او د BoI چيئرمېن محمد اظفر احسن او د نېشنل ډويلپمنټ اېنډ ريفارم كمېشن (NRDC) چيئرمېن هيلېنګ په دې معاهده لاسليك وكړو۔
د صنعتي همکارۍ په اړه د ګډ کاري ګروپ (JWG) بنیادي مقصد دادې چې د بهرنیو مستقیمو پانګونو راجلبول، د اقتصادي زونونو صنعتي کولو او پراختیا ته وده ورکول، او په عامه او خصوصي سکتور کې د پروژو پیل، پلان، اجرا کول، او نظارت کول دي.
د رپورټ مطابق د JWG لاندې د چین سره ښکیلتیا په پاکستان کې د کاریګرانو په زیات شمیر کې د پیدا کولو ته وده ورکولو، صنعتي سیالیو ته وده ورکولو، صادراتو زیاتول، او د صادراتو په بیس کې تنوع ته دوام ورکولو دي.
د فریم ورک معاهدې د لاسلیک کولو مراسم د وزیراعظم د سفر یوه مهمه نتیجه او د چین د اړخه د سرکاري ایجنډا په توګه په CPEC کې د دوی د دلچسپي شاهدي ده.

Leave a reply