ترکیې یو ځل بیا ویلي چې افغانستان سره به مرستې کوي
ترکیې یو ځل بیا ویلي چې افغانستان سره به مرستې کوي
د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم وایي چې په قطر کې د ترکیې سفیر د قطر دفتر له غړي شیر عباس ستانکزي سره کتلي دي او په افغانستان کې یې پر روان وضعیت خبرې ورسره کړې دي.
(2021 / 9 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم وایي چې په قطر کې د ترکیې سفیر د قطر دفتر له غړي شیر عباس ستانکزي سره کتلي دي او په افغانستان کې یې پر روان وضعیت خبرې ورسره کړې دي. دده په وینا په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او په افغانستان کې پر روان وضعیت خبرې شوې دي. ډاکټر نعیم وایي ترکیې یو ځل بیا ژمنه کړې چې له افغانستان سره به یې مرستې دوام کوي. تر دې وړاندې هم د ترکیې ولسمشر ویلي چې له افغانستان سره به یې مرستې او همکارۍ دوام کوي او په خبره یې له دغه هېواد سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي. طالبانو هم ویلي چې ترکیه به له افغانستان سره همکاري کوي او دا همکارۍ به د کابل هوايي ډګر د فعال ساتلو لپاره له تخنیکي همکاریو پیلېږي.