امنیتي ځواکونو معلومه کړې چې د افغانستان او هند ترمینځ د ترهګرو اړیکې نیول شوي
باغی ټي وي رپورټ
تیره شپه د پاکستان په بلوچستان صوبه د پنجګور او نوشکي په سیمو کې د ترهګرو بریدونو په بریالیتوب سره له شنډولو وروسته، امنیتي ځواکونو په سیمه کې د پټو ترهګرو د موندلو لپاره چاڼیز عملیات ترسره کړل. دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې ١٣ ترهګر ووژل شول . په نوشکي کې د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي چې په دې سره په نوشکي کې د وژل شوو ترهګرو شمیر ۹ تنو ته ورسید. د برید په پایله کې د یو افسر په ګډون ۴ تنه پاکستاني امنیتي عسکر د شهادت لوړ مقام ته ورسیدل.
په پنجګور کې د تښتېدلو ترهګرو د له منځه وړلو لپاره د امنیتي ځواکونو عملیات دوام لري. په پنجګور کې تر دې دمه ۴ ترهګر وژل شوي او لږ تر لږه ۴/۵ د امنیتي ځواکونو لخوا محاصره شوي دي. دجګړې په جریان کې ۳ تنه عسکرووژل شول، ۴ نور ژوبل شول. د لومړنیو پلټنو له مخې، استخباراتي ادارو په افغانستان او هند کې د ترهګرو او د هغوی د سمبالونکو تر منځ اړیکې نیولې دي.