د پنجشیر مقاومت څه غواړي؟

0
184

د پنجشیر مقاومت څه غواړي؟

د پنجشیر د تسلیمۍ لپاره؛له طالبانو درې غوښتنې شوې چې درې واړه یې رد کړې

 

(2021 / 9 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)

طالبانو ته نیږدې سرچینې وایي چې د پنجشیر د تسلیمۍ په موخه په دې وروستیو کې د دواړو لورو تر منځ په شویو مذاکراتو کې له طالبانو درې غوښتنې شوې چې طالبانو درې واړه غوښتنې رد کړې او وروسته د دواړو لورو له خوا جګړه پیل شوې ده، په دغه غوښتنو کې لومړۍ غوښتنه دا شوې چې راتلونکی نظام د صدارتي او لومړی وزیر دې د دوی د خوښې کس شي، دویمه غوښتنه دا شوې چې احمدشاه مسعود د بیا هم په بل نوي اساسي قانون کې د هیواد د ملي اتل په توګه ثبت شي درېیمه او وروستۍ غوښتنه یې داده چې د نوي حکومت په بهرنیو چارو، ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې د دوی د خوښې یو یو مرستیال وټاکل شي. طالبان او پنجشیر کې د جګړې رهبري کوونکي په وروستیو ناستو کې ددغه دریو مواردو په اړه رسماً هیڅ نه وایي نه دا خبر تاییدوي او نه یې ردوي.

Leave a reply