وزیرستان کې متاثرینو لپاره ۳۱ کروړه او ۶۶لکه روپې جاري شوي

0
151

باغی ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا د قدرتي افتونو د انتظام صوبايي ادارې (PDMA) د سیم کارډ په ذریعه په وزیرستان کې د متاثره کورنیو لپاره په مجموعي توګه ۳۱ کروړه او ۶۶ لکه روپۍ جاري کړي دي.
د جاري شوي یو بیان مطابق په راتلونکو یوه یا دوو ورځو کې به ټولې تصدیق شوې کورنۍ دا مالي مرسته د سیم کارډ په ذریعه وصول کړي.
د پي ډي ايم اے ډائريکټر جنرل شريف حسين دفتر نه جاري شوي يو بيان کښي وئيلي شوي دي چي د مياشتي مالي امداد په شکل کښي 18 کروړه روپئ او د راشن په شکل کښي 13 کروړه روپئ جاري شوي دي۔
بيان کښي وئيلي شوي دي چي د مياشتني مالي امداد فنډونو کښي هر خاندان ته دولس زره روپئ او هر خاندان ته اته زره روپئ د راشن په شکل ورکول کيږي۔ بیان کې دا هم ویل شوي چې دغه میاشتنۍ نغدي مرسته د شمالي وزیرستان ۱۵ زره دوه سوه کورنیو ته ورکول کیږي، په داسې حال کې چې د راشن په شکل کې ورکړل شوې رقم څخه به د هرې کورنۍ اته زره روپۍ د خیبر ضلعې متاثرینو ته هم ورکول کیږي، د خیبر هغه متاثرینو ته دا مرسته ورکول کیږي چې خپلو کورونو ته تر اوسه نه دي واپس شوي.

Leave a reply