بغلان کې د ډبرو سکرو کان د ښویېدو لۀ امله لس کسه وژل شوي دي 

0
158

بغلان کې د ډبرو سکرو کان د ښویېدو لۀ امله لس کسه وژل شوي دي 

د هېواد په ډېری سیمو کې کانونه په غیر معیاري او دودیزه توګه استخراجېږي چې وخت ناوخت د ورته خونړیو پېښو لامل ګرځي.

 

(2022 / 2 / 3   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

بغلان کې د ډبرو سکرو کان د ړنګېدو له امله لس کسان وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې دغه پېښه د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې شوې ده. سرچینې وايي چې تېره ورځ سهار مهال د نهرین ولسوالۍ اړوند چنارک د سکرو کان رالوېدلی چې په پېښه کې لس کسه وژل شوي دي.

بلخوا د بغلان ځايي چارواکي هم پېشه تاییدوي خو د مرګ ژوبلې د کره شمېرې په اړه څه نه وايي.

د هېواد په ډېری سیمو کې کانونه په غیر معیاري او دودیزه توګه استخراجېږي چې وخت ناوخت د ورته خونړیو پېښو لامل ګرځي.

Leave a reply