امریکا د بشري مرستو لپاره افغانستان ته د روپو انتقالولو اجازت ورکړې دې

0
214

باغی ټي وي رپورټ
په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د امریکا حکومت د یو بیان مطابق اجازت ورکړې دې چې افغانستان ته د بشري مرستو لپاره روپې انتقال کړي چې دې اولس سره مرسته وکړې شي.
د اې پي پي یو بیان مطابق امریکا نړيوالو بېنكونو ته بشري مقصدونو او د مرستې ډلو لپاره افغانستان ته د رقوم منتقل كولو اجازه وركړې ده.
د بیان مطابق دې مرستو سره به به سركاري استاذانو او د روغتيا په څانګه كښې كار كوؤنكو ته د تنخا وركولو اجازت وي چې دوی په دې څانکو کې کار وکړي او دوی ته معاشونه ورکړل شي.
د امريکا حکومت د خزانې څانګې تېره ورځ په يو بيان كښې ووئيل نړيوال بېنك بشري مقصدونو لپاره اوس افغانستان ته روپې لیږلي شي.
په بیان کې زیاتوي چې د مرستې ډلو ته اجازه ده چې هغه د سركاري ادارو استاذانو او د روغتيا په څانګه كښې كاركوؤنكو ته معاشونه ورکړي.
د امریکا حکومت دې ادارې طالبانو سره د لېن دېن اجازې په لړ كښې يوه خاكه هم وړاندې كړې ده٬ په دې خاکه کې ممنوعه حقاني نېټ ورك هم شامل دے۔
بیان زیاتوي چې ددې خاکې له رویه به به افغان اولس سره د نېغ په نېغه مرستې كولو له ځينې لوظنامې لاس ليك كول لازمي وي۔

Leave a reply