پارلیماني سیکرټري په بلوچستان کې ترهګریز برید غندلې

0
69

باغی ټي وي رپورټ
د اطلاعاتو، سماجي خیرښیګړې او د غیر رسمي زده کړو لپاره پارلیماني سیکرټري بشری رند په یو بیان کې په بلوچستان کې ترهګریز برید په سختو ټکو کې غندلې دې.
په بیان کې ویل شوي چې پارلیمانۍ سیکرټري پرون د بلوچستان په نوشکي او پنجګوره کې د ایف سي ځواکونو په یو کیمپ باندې د ترهګرو برید غندلې دې.
د اې پي پي رپورټ مطابق په بيان كښې محترمې بشریٰ رند د امنيتي ځواكونو د كاركردګۍ ستائنه كولو سره ووئيل د دوئي په وخت كاروائۍ كولو سره د ترهګرو بريد ناكامه کړې شوې دې.
هغې ووئيل قانون نافذ كوؤنكې ادارې غوره خذمات ترسره كولو سره د اولس د مال او ځان تحفظ باوري كوي چې ددوی دغه خدمتونو د ستاینو وړ دي. په برید کې د شهید شوو ۴ اهلکار د خاندانونو سره هغې خواخوږي ښودلې او د غمجنو کورنیو سره ی د غم څرګندونه کړې ده.

Leave a reply