عمران خان د چین په سفر روان شو

باغی ټي وي رپورټ
لومړی وزیر عمران خان د پنجشنبې په ورځ په څلور ورځني رسمي سفر چین ته روان شو چې د ژمي د المپیک په مراسمو کې ګډون وکړي ،هغه به د چین چارواکو سره هم ملاقاتونه وکړي.
د اې پي پي رپورټم مطابق د وزيراعظم عمران خان په پلاوي کې خارجه وزير شاه محمود قريشي، د خزانې وزير شوکت ترين، د منصوبه بندۍ وزير اسد عمر، د اطلاعاتو وزير چوهدري فواد حسين، د قامي سلامتيا صلاح کار ډاکټر معيد يوسف، د تجارت مشاور عبدالرزاق داؤد او د(سي پیک) چين پاکستان اقتصادي دهليز خاص مرستيال خالد منصورهم شامل دي.
صدراعظم به د بېجينګ د ژمي د اولمپيک لوبو په مراسمو کې د ګډون ترڅنګ له ولسمشر شي جين پينګ او صدراعظم لي چيانګ سره هم اوګوري.
د روانیدو نه وړاندې، د وزیرانو سره ملګري چین ته د لومړي وزیر سفر ډیر مهم وباله.
د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې د چین له مشرتابه سره د عمران خان ملاقات به په دوه اړخیزه ستراتیژیک شراکت، سیمه ییزو مسلو او په جنوبي اسیا کې د سولې او امنیت په اړه خبرې وکړي.






