د برطانیه پارلیمان د مودي حکومت د کشمیریانو سره د جاري ظلم په ضد غږ اوچت کړې دې

0
86

باغی ټي وي رپورټ
د مقبوضه كشمير اولس په حق كښې د آواز پورته كولو مسله او ستونزې په نړيوال کچ ډیر زور اخستې دې او د نړۍ په ایوانونو كې د كشمير اولس په حق كښې غږ پورته كولې ش او په دې ورستيو كښې د برطانيې د پارليمان غړو په د کشمیري مسلمانانو په حق کې او د هند د ریاستي ترهه ګرۍ په ضد او د مقبوضه کشمیر د مظلومو خلکو په حق کښې خپل غږونه پورته کړي دي.
د مشرق نیوز رپورټ مطابق د برطانیه د پارلمان غړیو هم په مقبوضه کشمیر کې د ښځو په وړاندې روان قتل عام او جنسي تشدد په کلکه غندلې کړې ده او ددې ظلمونو د بندولو غوښتنه کوي.
د پارلیمان غړو ووئيل چې د كشمير اولس له اويا كالو نه زيات په جهنم كښې ژوند كوي او نن د هغوي د حق خوداراديت نه علاوه د هغوي وجود او خپل ژوند هم په خطر كښې دی، د رپورټ ترمخه نړۍ په وار وار د هند دغه بې بنياده ادعا رد كړې ده چې کشمیر د هند داخلي مسله ده.

Leave a reply