په جمرود کې وسله والو خط غورځولې چې ږیرې دې نه ښروی

0
149

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل جمرود کې بیګا د شپې نامعلومه وسله والو چې په موټر سایکل سپاره وو د حجام په دوکان ډزې کړي.
د سرچینو مطابق په ډزو کې د حجامت کوونکې بچ شوي خو سرچینې و ایی چې وسله والو یو خط غورځولې او ګوایښ ی ورکړې چې حجام دې د خلقو ږیرې نه ښروی .
د یادونې ده چې په ضلع خیبر کې په تیرو لنډو کالونو کې هم د وسله والو له لوري امنیتي ستونزې پیدا شوي دي چې بیا د امنیتي ځواکونو له اړخه ددوی په ضد عملیات پیل شوي او دا علاقه ی د وسله والو څخه پاکه کړه.

Leave a reply